یمني ځواکونو حیفا کې پوځي اهداف په نښه کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۰ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د یمن وسله‌والو ځواکونو اعلان کړی، چې د اشغالي فلسطین په حیفا ښار کې یې د صهیونیستي ريژیم مهم پوځي او اقتصادي اهداف په نښه کړي دي.

د یمني ځواکونو ویاند « جنرال یحیی سريع» په یوه رسمي بیان کې ویلي، چې دوی دحیفا بندر کې درې مهم صهیونیستي اهداف د بالستیک توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله هدف ګرځولي دي.

د سریع په وینا، دغه عملیات د فلسطیني ولس د مظلومیت، او غزې تړانګه کې د صهیونستي اشغالګر ريژیم د بریدونو د غچ اخیستو په موخه ترسره کړي دي.

یمني ځواکونو خبرداری ورکړی، چې حیفا بندر به له دې وروسته د یمني ځواکونو له لوري د «سمندري محاصرې» لاندې وي، او هره کشتي چې یاد بندر ته ورننوځي یا ترې ووځي، هدف به وګرځول شي.

د اسراییلي رژیم امنیتي سرچینې هم مني چې د یادو بریدونو له امله د خبرداري غږونه فعال شوي، د توغندیو له ډلې ډېر یې د دفاعي سیستمونو له لوري شنډ شوې دي. ځیني اسراییلي رسنۍ بیا وايي، چې د بندر په شاوخوا کې درنې چاودنې شوي، خو د مالي او ځاني زیانونو په اړه یې کره معلومات نه‌دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د یمن وسله وال ځواکونه له تېرو ۲۱ میاشتو راهیسې د غزې د مظلوم ولس د ملاتړ په پار د اسراییلي اهدافو پر ضد بې‌ساري عملیات ترسره کوي، او وایي تر هغه به یې دوام ورکوي څو چې «ظلم پای ته نه وي رسیدلی.

مربوطه مطالب

Back to top button