قطر کې د اسرائيلو او حماس خبرې روانې دي، د اوربند پر شرايطو اختلاف شتون لري

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۰ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

یو اسرائيلي تلوېزیوني چینل راپور ورکړی، چې د اسرائيلو پلاوی به په دوحه کې د حماس سره د روانو خبرو له امله لا هم پاتې شي، ځکه چې د خبرو په بهیر کې یو لړ پرمختګونه لیدل شوي دي.
د راپور له مخې، د اسرائيلو د ستراتېژیکو چارو وزیر به هم د غزې د جګړې اړوند خبرو اترو کې ګډون وکړي، د دې لپاره چې د تفاهم کوم عمده پرمختګ رامنځته شي.
اسرائيلو ويلي، چې خبرې لا پای ته نه دي رسېدلي او څو مهم موارد لا هم نه دي حل شوي، چې پکې د اوربند پر مهال د اسرائيلي ځواکونو ځای پر ځای کول یو له اصلي اختلافونو څخه دی.
اسرائيلي سرچینې وایي، دا چې پلاوی لا هم په دوحه کې دی، خپله دا یو مثبت پیغام دی، او که هیڅ پرمختګ نه وای شوی، نو پلاوی به له خبرو وتلی او بيرته اسرائيل ته ستون شوی وای.

مربوطه مطالب

Back to top button