له هېواده بهر د افغان مزدورانو د قانوني لېږد بهیر پیلېږي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۰ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، له هېواد څخه بهر د افغان مزدورانو د لېږلو رسمي لړۍ پیل شوې ده.
دا لړۍ د قطر له یوه دولتي شرکت او د افغانستان له خصوصي کارموندونکو شرکتونو سره د هوکړې پر بنسټ پیل شوې، چې په لومړي پړاو کې به ۷۰۰ کاري فرصتونه برابر شي.
وزارت زیاتوي، دغه بهیر د تخنیکي ناستو او همغږیو له لارې ترسره شوی او موخه یې دا ده، چې افغانانو ته له هېواده بهر خوندي، باعزته او قانوني کار برابر شي، او حقوق یې خوندي پاتې شي.
په شرایطو برابر هېوادوال کولای شي، چې نوملیکنه د کارګرانو د لېږلو ریاست تر څار لاندې، له رسمي او منظور شوو شرکتونو سره وکړي.
عامو افغانانو ته سپارښتنه شوې، چې له جعلي شرکتونو او نامعلومو کسانو سره د نوملیکنې څخه ډډه وکړي.



