غزه کې د لوږې دوام؛ حماس- د بشریت پر تندي د شرم داغ بللی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۰ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

حماس اسلامي غورځنګ په یوه تازه اعلامیه کې ویلي، چې د صهیونیستي یرغل له امله په غزه کې د لوږې له امله د ماشومانو مړینه د بشريت پر تندي د شرم داغ دی.

په اعلامیه کې راغلي، چې د اسرائیلي محاصرې او دوامداره بمباریو له امله په غزه کې د خوراکي توکو، اوبو او درملو کمښت تر ټولو ډېر ماشومان او ښځې زیانمن کړي دي، چې له کبله یې تر اوسه د لوږې له امله تر ۷۰ ډېرو ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

حماس دغه کړنه څرګنده نسل‌ وژنه بللې او ویلي یې دي، چې د نړیوالو ادارو او هېوادونو چوپتیا او بې‌پروايي ددې جنایت ملاتړ بلل کېږي.

حماس له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې نور باید چوپه پاتې نه شي او ژر تر ژره د غزې د محاصرې د پای ته رسولو، بشري مرستو ته د لارو خلاصېدو او جنګي جنایتونو د بندېدو لپاره عملي ګامونه واخلي.

مربوطه مطالب

Back to top button