د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان مشر کابل ته راورسېد؛ له لوړپوړو طالب چارواکو سره به ليده کاته وکړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۰ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښين د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان (رابطه العالم الاسلامی) مشر شیخ ډاکټر محمد بن عبدالکریم العیسی او مل پلاوي ته په ارګ کې رسمي هرکلی وکړ.
تمه ده چې د اسلامي امارت رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخوند له یاد پلاوي سره په رسمي ناسته کې د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د پیاوړتیا، او د اسلامي امت د شته ستونزو او د حل لارو په اړه مفصلې خبرې وکړي.
د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان مشر به د خپل سفر په ترڅ کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني او د بهرنیو چارو سرپرست مولوي امیرخان متقي سره هم جلا جلا کتنې ولري، ترڅو د اسلامي همکارۍ او اړیکو پراخ بحثونه وشي.



