اسرائيلي پوځ: زموږ ځواکونه د غزې جګړې له امله له سختو جسمي او روحي فشارونو سره مخ دي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۰ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د اسرائيلۍ ورځپاڼې معاريف د يوه نوي راپور له مخې، اسرائيلي پوځ د لومړي ځل لپاره په رسمي توګه اعتراف کړی، چې د غزې جګړې د دوی پر ځواکونو سخت بدني، ذهني او تشکيلي فشار راوستی، او په راتلونکو میاشتو کې به د احتیاطي ځواکونو د کارونې کچه ۳۰ سلنه راکمه کړل شي.
راپور وايي، د اسرائيلي پوځ د جنګي ماموریتونو پراخوالی د دې لامل شوی، چې اوس مهال پوځ شاوخوا ۷۵۰۰ سرتېرو او ۲۵۰۰ اضافي ملاتړ کوونکي پرسونل ته اړتیا لري.
د ځمکنیو ځواکونو په جوړښت کې د جګړهييزو قطعو د زیاتوالي له امله، پوځ دا مهال له ۳۰۰ لوړرتبه افسرانو څخه بې برخې دی.
د راپور لیکوال او د پوځي چارو شنونکی آفي اشکنازي دا هم څرګندوي، چې تر ټولو جدي بحران په پوځي انجینري څانګه کې دی، چیرته چې د لوړرتبه او چاودنې تخصص لرونکو افسرانو کمښت جدي ستونزه ګرځېدلې ده.
نوموړی زياتوي چې آن ځینې مشرانو له ۴۰۰ ورځو زیات وخت په فعاله خدمت کې تېر کړی، او اوس له پوځ څخه د تقاعد غوښتنه کوي، چې دا د ځواکونو د رواني او فزیکي فشار جدي نښه بلل کېږي.



