اسرائيلي اشغالګرو د یمن الحدیده بندر باندې هوایي بریدونه کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۰ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د اسرائيلي پوځ هوایي ځواک نن دوشنبه د یمن لویدیځ ته په ساحلي ښار الحدیده کې پر یمني پوځ پورې تړلو اهدافو باندې هوايي بریدونه کړي، چې دا د روانې جګړې له پیله تر دا مهاله دولسم ځل دی چې اسرائیلي الوتکې په یمن بریدونه کوي. د اسرائيلو د دفاع وزیر یویسرايیل کاتس ویلي، بریدونه د “د یمني ځواکونو” د وروستیو حملو په غبرګون کې ترسره شوي دي.
یاده حمله وروسته له هغې ترسره شوه، چې د جمعې په ورځ یمني پوځ اعلان وکړ، چې دوی د اسرائيلو بن ګوریون نړیوال هوايي ډګر ته د “فلسطین ۲” نومي فوق‌الصوت بالیستیک توغندی ویشتی، چې د دوی په وینا هدف یې په بریالیتوب سره ویشتلی دی.
د یمني پوځ ویاند یحیی سریع ویلي، دا برید د فلسطيني ولس د مظلومیت او د غزې د خلکو د نسل‌کُشۍ په غبرګون کې ترسره شوی.
بل‌خوا د یمن پرله‌پسې بریدونو د اسرائيلو اقتصادي زیربناوې هم سختې زیانمنې کړې دي.
د اسرائيلو بندري چارو چارواکو ویلي، چې د سور سمندر له لارې د یمن د بریدونو له امله د ایلات بندر نږدې بشپړ بند شوی، چې دا کار د اسرائيلو پر وارداتو او سمندري تجارت دروند اغېز کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button