د اشغالي قدس ختیځ کې د پوځ د یوه بس د چپه کېدو پېښه کې لس اسرائيلي عسکر ټپيان شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۰ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د اسرائيلي رسنیو د راپورونو له مخې، د صهیونستي پوځ یو بس د اشغالي قدس ختیځ ته د «معاليه ادوميم» استوګنځي ته څېرمه چپه شوی، چې له امله یې لږ تر لږه لس تنه اشغالګر عسکر ټپیان شوي دي.
د اسرائيلي پوځ اړوند سرچینو ویلي، پېښه نن دوشنبه سهار هغه مهال رامنځته شوه، چې د پوځ یاد بس د عسکرو د لېږد پر مهال له سړکه ووت او چپه شو.
تر اوسه د پېښې د اصلي لامل په اړه رسمي څرګندونې نه دي شوې، خو ځینې رسنۍ وايي، ښايي د چلوونکي بېاحتیاطي یا تخنیکي ستونزه د پېښې لامل وي.
دا ډول پېښې په اشغال شویو سیمو کې وخت ناوخت تکراریږي، چې د پوځ د بې نظمۍ او لوی لامل يې په غزه کې د روانې جګړې له امله پر اسرايلي عسکرو رواني فشار بلل کېږي.



