رفح کې چاودنه؛ د اسرائيلي ځانګړو ځواکونو قوماندان او ۵ پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳۰ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د فلسطیني مقاومت ځواکونو د رفح ښار په مرکزي سیمه کې هغې ودانۍ ته چاودنه ورکړې، چې د اشغالګر پوځ د ځانګړو عملیاتو د لوړپوړي قوماندان “شینګل ګیوا” په ګډون پکې ګڼ پوځیان راټول شوي وو.

سیمه‌ییزو سرچینو راپور ورکړی، چې په دې چاودنه کې رفح کې د اشغالګر پوځ د ځانګړو عملیاتو قوماندان “شینګل ګيوا” له پنځو نورو صهیونیستي سرتېرو سره یوځای وژل شوی دی.

د حماس اسلامي غورځنګ پوځي څانکې “القسام” لېوا د برید مسؤلیت منلی او ګواښ یې کړی، چې تر بریا به د رفح په ګډون د غزې په ټولو سیمو کې خپلو ځپونکو بریدونو ته دوام ورکوي.

د ویلو ده، چې صهیونیستي پوځ تر دې دمه د یادې پېښې په هکله څه نه دي ویلي؛ خو ګڼو اسرائیلي خبریالانو په خپلو “ایکس پاڼو” د نوموړي انځور خپور کړی او وژل کېدل یې یوه نه جبرانېدونکې ضایعه بللې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button