د سمنګانو مرکز کې د ۹ میلیونه افغانیو په ارزښت ۹ پراختيايي او روغتيايي پروژې پیل شوې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۱ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د سمنګانو ولایت په مرکز ایبک ښار کې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د ۹ پراختيايي او روغتيايي پروژو چارې په رسمي ډول پيل شوې.

د سمنګانو د کلیو، بيارغونې او پراختيا ریاست مشر اختر محمد مصباح وايي، چې دا پروژې به د خلکو د ژوند اسانتیا، روغتیا او زېربناوو پیاوړتیا ته لاره هواره کړي.

په يادو پروژو کې یوه روغتیايي مرکز ته د ودانۍ جوړول، د ۶۰۰ متره احاطوي دېوال، ۱۵ متره سربند، ۱۶۲ متره کانال، ۱۱۷ متره استنادي دېوال، ۵۵۱ متره پایپ لاین، دوه چکډېمونه، دوه پلچکونه، دوه واشونه او درې د اوبو زېرمو جوړول شامل دي.

چارواکي وایي، دا پروژې به په نږدې راتلونکي کې بشپړې او د عامو خلکو په واک کې د ګټې اخيستنې لپاره ورکړل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button