کندهار: په خاکرېز ولسوالۍ کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت دوه چکډیمونه جوړ شول

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۱ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د کندهار ولایت په خاکرېز ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته دوه چکډیمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل وايي، دغه چکډیمونه د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د دوو میاشتو په موده کې جوړ شوي دي.
حقمل زیاته کړې، چې د یادو بندونو د جوړېدو پر مهال لسګونو کسانو ته د لنډمهالي کار زمینه هم برابر شوې وه.
چارواکي وایي، دا ډول پروژې نه یوازې د اوبو د مهار او زېرمه کولو لپاره مهمې دي، بلکې د خلکو اقتصادي وضعیت ته هم مثبته اغېزه لري.



