د امریکا استیناف محکمې د ۱۴ زره افغان کډوالو د ايستلو حکم وکړ

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۱ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د امریکا استیناف محکمې تازه حکم کړی چې له مخې یې، اوس حکومت کولای شي له دغه هېواد څخه څه باندې ۱۴ زره افغانان او نږدې ۸ زره کامرونیان وباسي. تر دې وړاندې دا پرېکړه د یوې اوونۍ لپاره ځنډول شوې وه، خو اوس محکمې ویلي چې د پاتې کېدو لپاره کافي حقوقي اسناد نهشته.
د CASA په نوم د کډوالو ملاتړ ادارې غوښتنه کړې وه چې د افغانانو لپاره د لنډمهالي خوندیتوب (TPS) پروګرام تمدید شي، خو محکمې دا غوښتنه رد کړې ده.
د افغان ایواک ادارې مشر دا پرېکړه ظالمانه بللې او ټینګار یې کړی چې دا یو سیاسي اقدام دی، نه قانوني.
د امریکا د کورني امنیت وزیرې کرېسټي اېل نویم تر دې وړاندې اعلان کړی و، چې د افغانانو لپاره د TPS پروګرام پای ته رسېږي، او د جولای له میاشتې وروسته به یاد افغانان د امریکا د کډوالۍ ادارې له خوا د اخراج له جدي ګواښ سره مخ شي.



