هلمند: په لښکرګاه کې د ۴۰ میلیونه افغانیو پر لګښت د روخام جادې د پخولو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۱ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د درېیمې، شپږمې او اوومې ناحیو د روخام جادې د پخولو چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.
یاده پروژه، چې لس متره پلنوالی او ۳،۳۰۰ متره اوږدوالی لري، د ښاروالۍ د انکشافي بودجې له ۴۰ میلیونه او ۵۹۷ زره افغانیو په مالي ملاتړ عملي کېږي.
د پرانیستې مراسمو پر مهال د هلمند والي مولوي عبدالرحمن مسلم، لښکرګاه ښاروال حافظ صدیق، د بېلابېلو ادارو مسؤلین، علماء، متنفذین، د ناحیو مدیران، ګذر وکیلان او عامو خلکو پراخ ګډون کړی و.
ښاروال حافظ صدیق وویل، یاده جاده د ښار لپاره مهمه ده، ځکه د باباجي ولسوالۍ له عمومي سړک سره نښلوي او د خلکو د تګ راتګ اسانتیاوو ته پراخ ارزښت لري.
د هلمند والي د ښاروال هڅې وستایلې او زیاته یې کړه، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره سم، د سړکونو، پلونو او نورو عامه پروژو کارونه چټک شوي، چې د خلکو ژوند ته اسانتیاوې رامنځته کوي او موږ یې هره ورځ د پرانیستې شاهدان یو.

مربوطه مطالب

Back to top button