يمني ځواکونو د صهیونیستي رژیم پر ضد د نوي توغنديز برید اعلان وکړ

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۱ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د یمن وسلهوالو ځواکونو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د فلسطین د مظلوم ملت د ملاتړ او په غزه کې د صهیونیستي رژیم د روانې نسلوژنې په غبرګون کې یې نوی توغنديز برید ترسره کړی دی.
د اعلامیې له مخې، د یمن د وسلهوالو ځواکونو توغندويي قطعې د اشغال شوې یافا په سیمه کې د “اللُد” نړیوال هوايي ډګر په نښه کړی، چې د “فلسطین ۲” نومي فوقالصوت بالستیک توغندی پکې کارول شوی دی. چارواکي وایي، برید خپل هدف په بریالۍ توګه ویشتلی او د صهیونیستي رژیم په منځ کې یې پراخه ویره خپره کړې، چې له امله یې میلیونونه اشغالګر پناهځایونو ته تښتېدلي او د هوايي ډګر فعالیت درېدلی دی.
په اعلامیه کې د یمن له ملت نه مننه شوې، چې د فلسطین له ولس سره د وفادارۍ او ملاتړ دریځ یې غوره کړی، او د اشغال او بهرني تسلط پر ضد یې ټینګه اراده ښودلې ده.
همداراز د فلسطین له مجاهدینو، په ځانګړي ډول د غزې او لوېدیځې غاړې له مبارزینو، د زړورتیا، قربانۍ او مقاومت ستاینه شوې ده.
د یمن وسلهوالو ځواکونو ټینګار کړی چې عملیات به تر هغه وخته دوام ولري، تر څو چې پر غزه روان یرغل او کلابندي په بشپړ ډول ختمه شوې نه وي.



