په یوه هېواد کې د صنعت او تولید بنسټونه د اقتصادي خپلواکۍ، د فقر د کمولو، او د کارموندنې لپاره تر ټولو مهم عوامل ګڼل کېږي. افغانستان، چې له لسیزو جګړو او اقتصادي ستونزو وروسته د رغونې نوي پړاو ته ننوتی، اوس د تولیدي صنعتونو پر بیا راژوندي کولو سره د ځان بساینې پر لور یو مهم او بنسټیز ګام اخلي. د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د ملي پراختیا شرکت اړوند د څو تولیدي فابریکو د یو کمپلکس پرانیستل په اقتصادي برخه کې د عملي تحول پیل ګڼل کېږي.
دغه تولیدي کمپلکس، چې له نږدې ۶۰ کلن ځنډ وروسته بیا فعال شو، اوس مهال د کرنیزو ماشین آلاتو، صنعتي او کوچنیو فابریکو د ماشینونو، ترانسپورټي وسایطو، فلزي عناصرو، برقي وسایلو، پرزهجاتو او د اوبو بندونو د دروازو په ګډون ۱۰۵ ډوله توکي تولیدوي. دا نه یوازې د ملي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره یو ستر فرصت بلل کېږي، بلکې د وارداتو پر ځای پر کورنیو تولیداتو د هيوادوالو اتکا او اعتماد هم زياتوي.
ټول افغانان، په ځانګړي ډول شتمن، بايد د کورني تولید ملاتړ، د بهرنیو توکو پر ځای د خپلو محصولاتو کارول، او خلکو ته د کار زمینه برابرول خپل لومړيتوب او مسؤليت وګڼي او په خپل هيواد کې پانګونه وکړي. افغانستان اوس د هر ډول پانګونې لپاره چمتو دی او دولتي چارواکو هم په دې برخه کې د هر راز مرستې او ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
د دغو فابریکو بیا فعالول له یوه اړخه د دولت ژمنتیا ښيي چې غواړي د صنعتي سکتور ملاتړ وکړي، او له بلې خوا د خصوصي سکتور لپاره یو عملي پیغام دی چې دولت يې تر شا ولاړ دی او شرایط یې ورته برابر کړي دي. اوس وخت د دې رسېدلی چې خصوصي پانګوال له دغو فرصتونو استفاده وکړي، او له وارداتو پرځای پر تولید تمرکز وکړي.
په پای کې باید وویل شي، چې هر فابریکه، هر ماشین، او هر تولیدي خط د زرګونو خلکو د ژوند د بدلون وسیله کېدای شي. د افغانستان د صنعتي سکتور بیا فعالول، یوازې د اقتصاد خبره نه ده؛ دا د عزت، وقار او خپلواکۍ خبره ده. که د دولت ملاتړ، د پانګوالو جرئت، او د ملت هوډ سره یو شي، نو موږ به د ځان بساینې، ثبات، او سوکالۍ له سترو نعمتونو څخه د تل لپاره برخمن شو.


















