کابل ټکی کام ۲۴وږی/۱۳۹۴
راپور: احمدالله مهاجر
د هلمند په کجکي کې طالب وسله والو نن غرمه ۱۱بجې د امنیتي ځواکونو ۳قرارګاوې او ۹پوستې تر سختو بریدونو لاندې راوستې.
په بریدونو کې چې له سپکو او درنو وسلو کار واخیستل شو، تر ۳بجو پورې یې دوام وکړ.
ځایي خلک وایي د امنیتي ځواکونو ۹پوستې، ۳قرارګاوې او د خانانو او د تروو اوبو پراخې سیمې طالب وسله والو تر خپلې ولکې لاندې راوستې.
دوی وايي چې سیمه کې اوس هم جګړه روانه ده، او د امنیتي ځواکونو د وژل شویو جسدونه په سیمه کې لیدل کیږي خو د وژل شویو په اړه دقیق مالومات نشته.
د ځایي خلکو په حواله چې د امنیتي ځواکونو څخه پاتې ۵شوبلې، S.P.G9 او نور ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې طالب وسله والو ته لاسته ورغلي دي.

















