یمني ځواکونو مصري کښتۍ نیولې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۵ زمری، ۱۴۰۴ل)
یمني ځواکونو ته نږدې “ایکس” پاڼو خبر ورکړی، چې سور سمندرګي کې یې یوه مصري کښتۍ نیولې ده.
د سرچینو په وینا، دغه کښتۍ هغه مهال ونیول شوه، کله چې یې سره سمندرګي کې د تګ پر مهال د یمن د سمندري ځواکونو له تلاشي او امرونو سره مخالفت وکړ.
د راپورونو له مخې، نیول شوې کښتۍ د یمن د ساحل یوې خوندي سیمې ته انتقال شوې او د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
د ویلو ده، چې تر دې دمه نه یمني او نه مصري چارواکو د پېښې په هکله په رسمي توګه څه ویلي دي؛ خو دوه ورځې وړاندې د یمني ځواکونو ویاند خبرداری ورکړی و، که مصر رفح سرحدي سیمه د غزوالو پرمخ خلاصه نه کړي او غزې ته د مرستو رسولو اقدام ونکړي بېړۍ به یې په نښه شي.



