کابل ټکی کام (یکشنبه، ۵ زمری، ۱۴۰۴ل)
د حماس اسلامي مقاومت غورځنګ د اسرائیلي رژیم له لوري اعلان شوي ۱۰ ساعته اوربند ته په اشارې سره ویلي، چې دا اقدام د جګړې په ډګر کې د خپلو درنو تلفاتو د پټولو او د نړیوالو فشارونو د کمولو لپاره یوه فریبي او غولونکې تګلاره ده.
د حماس ویاند ویلي، د اشغالګر رژیم موقتي اوربندونه یوازې د دې لپاره دي چې خپلو پوځیانو ته د بیا منظمېدو فرصت ورکړي او د مقاومت پر وړاندې خپل مات شوی صف بېرته ورغوي.
حماس ټینګار کړی چې د غزې ولس دې له دغو فریبکارانه اعلانونو سره هوښیار پاتې شي او د مقاومت تر څنګ دې ودریږي، ځکه د اشغالګرو اصلي هدف د خلکو د روحیې کمزوري کول او د مبارزې د عزم ماتول دي.
دغه ډلې نړیواله ټولنه هم رابللې چې د اسرائیلي رژیم په دغو هڅو ونه غولېږي او پر غزه د روانو ظلمونو د درولو لپاره عملي ګامونه واخلي.
















