روغتیا وزارت: له قطر، چین، هند او نړیوالو بنسټونو سره د روغتیا پراخې پروژې پیل شوي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۵ زمری، ۱۴۰۴ل)

د عامې روغتیا سرپرست وزیر مولوي نور جلال جلالي وایي، له قطر سره د ۴۰۰ بستریز مور او ماشوم روغتون د جوړولو په اړه لومړنۍ خبرې شوې دي.

نوموړي د حکومت د رسنیز مرکز د يو کلنو لاسته راوړنو په غونډه کې وویل، چې له چین سره د میرویس حوزوي روغتون د بیا رغونې لپاره د ۵۰ میلیونه ډالرو مرسته ارزول کېږي، او له هند سره د اندرا ګاندي روغتون د پراختیا خبرې هم روانې دي.

د وزیر په وینا، د تېر یو کال په موده کې د هېواد د ۳۱۸ ولسوالیو لپاره د عمومي روغتونونو بودجه ځانګړې شوې او لومړني عملي ګامونه هم اخیستل شوي دي.

همداراز، وزارت د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ د ۲۰ روغتونونو د جوړېدو چارې پیل کړې، چې پنځه روغتونونه یې ګټې اخیستنې ته هم سپارل شوي دي.

د روغتیا وزارت مسؤلین وایي، له نړیوال بانک او د آسیا پراختیایي بانک سره یې تړونونه تر ۲۰۲۶ کال پورې تمدید کړي، او د سرطان او سوري زړه په برخه کې پام وړ پرمختګونه شوي دي.

دغه راز، د نویو روغتیایي مرکزونو له پرانیستلو سره به نږدې ۴۷ زره مسلکي او ۲۵ زره غیرمسلکي کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button