امير خان متقي او عراقچي د افغان مهاجرینو د اخراج او غزې د وضعیت په اړه ټلیفوني خبرې وکړې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۵ زمری، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ټیلیفون له لارې په دوه‌اړخیزو اړیکو، د غزې وضعیت، او له ایران څخه د افغان مهاجرینو د ایستلو موضوعاتو اړوند خبرې کړي دي.

ښاغلي متقي په دې خبرو کې د غزې بشري وضعیت کړکېچن بللی او له اغېزناکو اسلامي هېوادونو یې غوښتي چې خپل مسؤولیت ادا کړي او د اسراییلي رژیم له خوا د غزې پر خلکو تپل شوې لوږه او نسل‌وژنه پای ته ورسوي.

نوموړي همداراز د افغان مهاجرینو د اخراج په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې باید دغه لړۍ تدریجي او عزتمندانه وي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ژمنه کړې چې هڅه به وکړي د افغان مهاجرینو د ایستلو لړۍ په تدریج او د درناوي له لارې پر مخ یوسي. نوموړي د غزې په تړاو وړاندیز وکړ چې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ځانګړې ناسته دې راوبلل شي، څو د فلسطین د کړکېچ د حل لارو په اړه خبرې وشي.

مربوطه مطالب

Back to top button