کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ زمری، ۱۴۰۴ل)
د حماس د سیاسي دفتر مشر دکتور “خلیل الحیة” د مصر ولس، علماو، قبیلو، پوځ، الازهر پوهنتون، کلیساوو او مخورو ته په خطاب کې ویلي، چې د فلسطین مظلوم ولس د لوږې له امله د مصر پر پوله مري، خو لا هم هېڅ اقدام نه ترسترګو کېږي.
نوموړي زیاته کړې: «ای د مصر مشرانو او ولسه! ستاسو وروڼه د لوږې له امله مري، حال دا چې هغوی ستاسې له پولو سره نږدې پراته دي؛ ایا دا انصاف دی؟»
خلیل الحیة دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې په غزه کې بشري وضعیت د فاجعې حد ته رسېدلی او د خوړو، درملو او نورو بشري اړینو توکو کمښت ورځ تر بلې زیاتېږي.
د حماس مشر له مصر څخه غوښتي، چې د رفح پوله د غزې محاصرې ماتولو لپاره خلاصه کړي او د فلسطيني ولس ژغورلو لپاره بېړني اقدامات وکړي.


















