کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ زمری، ۱۴۰۴ل)
د فلسطيني مقاومت اسلامي غورځنګ حماس ويلي، چې نه يوازې دا چې په لبنان کې هېڅ وسلوال روزنيز کمپ نه لري، بلکې د داسې مرکزونو جوړولو هڅه هم نه کوي.
حماس په يو رسمي بيان کې ويلي، دوی د لبنان ملي حاکميت، امن او ثبات ته ژمن دي او دا مسئله د لبناني ولس، د فلسطيني کډوالو او د فلسطين د قضيې په ګټه بولي.
بيان زياتوي، چې دوی له لبناني دولت سره د همکارۍ او همغږۍ پالیسي تعقیبوي، تر څو ټولنيز ثبات وساتل شي او دواړو خواوو ترمنځ اړيکې لا پیاوړې شي.


















