کتائب القسام: د صهیونیستي پوځ پرمختللې شوبله یې په بم الوځولې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ زمری، ۱۴۰۴ل)

د حماس اسلامي غورځنګ نظامي څانګې، کتائب القسام اعلان کړی، چې د اشغالګرو صهیونیستي پوځیانو یوه لېږدونکې شوبله یې په خان یونس کې د مځکنۍ ماین چاودنې په وسیله الوځولې ده، چې له امله یې ټول سپاره عسکر مړه او ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې، د صهیونیستي پوځ ویاند اعتراف کړی، چې د دوشنبې په ورځ رفح او خان یونس کې په جلا جلا پېښو کې یو عسکر وژل شوی او ۱۳ نور ټپیان دي.

د غزې جګړه لا هم په شدت سره روانه ده، په ځانګړي ډول د خان یونس او رفح کې صهیونیستي اشغالګر د مقاومت له ځپونکو عملیاتو سره مخ دي.

مربوطه مطالب

Back to top button