کابل ټکی کام (سه شنبه، ۷ زمری، ۱۴۰۴ل)
د یمني ځواکونو یوې پوځي سرچینې (کابل ټکی کام) ته ویلي، چې د ETERNITY C نامه بار وړونکې کښتۍ یې وروسته له هغه په نښه او وویشتله، چې د یمن بحري ځواکونو له خوا ورکړل شویو خبرداریو ته یې پام ونه کړ.
سرچینه زیاتوي، چې یادې کښتۍ ته څو ځله د نړیوالې سمندري اړېکې “۱۶” کانال له لوري خبرداری ورکړل شوی و څو بېړنۍ توګه تم شي؛.خو دا خبرداری یې له پامه وغورځاوه، چې په پایله په نښه شوه.
یاده بېړۍ د COSMO SHIPMANAGEMENT SA په نامه د یو شرکت اړوند وه، چې صهیونیستي ريژیم سره اړېکې لري او داسې یوه کمپنۍ ده، چې ګڼې نورې کښتۍ یې هم د صهیونیستي رژیم له بندرونو سره راکړه ورکړه کوي.
د همدې شرکت اړوند یوه بله کښتۍ HSL NIKE نومېده ده، چې د روان میلادي کال په مارچ، اپریل، جون او جولای میاشتو کې یې هم څلور ځله له ترکیې او مصر څخه د اشغال لاندې حیفا بندر ته مالونه انتقال کړي دي.
یادې سرچینې ویلي، چې د بېړۍ، عمله او پکې بار مالونه یې صنعا ته لیږدولي دي.
دا په داسې حال کې ده،.چې یمني ځواکونو له ټولو سمندري شرکتونو او د کښتیو له مالکانو غوښتنه کړې، چې له صهیونیستي رژیم سره تعامل ونه کړي کنه بېړۍ به یې هدف دګرځول شي.
د ویلو ده، چې یمني ځواکونو د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر له ۷ مې نېټې وروسته اسرائیلي بندرونو ته روانې سلګونه بېړۍ ویشتلې او ځینې یې نیولې دي.


















