کابل ټکی کام (سه شنبه، ۷ زمری، ۱۴۰۴ل)
د فلسطیني مقاومت بریدونو په ترڅ کې، د غزې په شمال کې لږ تر لږه ۶ صهیونیستي اشغالګر پوځیان وژل شوي دي.
محلي سرچینې وایي، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د مقاومت ځواکونو د صهیونیستي پوځ پر ګزمې برید وکړ ۲ ټانکونه یې ویجاړ او درنه مرګژوبله یې ور واړوله.
اسرائیلي پوځ د پېښې پخلی کړی، خو د تلفاتو دقیق جزئیات یې نه دي خپاره کړي.
د ویلو ده، چې
د فلسطیني مقاومت ډلو ټینګار کړی، چې د غزې تر بشپړ ازادۍ به خپل مشروع مقاومت ته دوام ورکوي.


















