یمني ځواکونو حیفا کې د صهیونیستي ريژیم مهم اهداف په نښه کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۷ زمری، ۱۴۰۴ل)

د یمن وسله‌والو ځواکونو اعلان کړی، چې د اشغالي فلسطین حیفا بندري ښار کې یې د صهیونیستي ريژیم مهم پوځي اهداف په نښه کړي دي.

د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه بریدونه د فلسطیني ولس د ملاتړ او د غزې د مظلومو خلکو د دفاع په موخه ترسره شوي دي.

د برید نوعیت او د تلفاتو د کچې په اړه تراوسه صهیونیستي رژیم رسماً څه نه دي ویلي؛ خو د اسرائیلي رسنیو په وینا، د حیفا بندر په شاوخوا کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د ویلو ده،.چې یمني چارواکو یو ځل بیا ټینګار کړی، چې تر هغې به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، څو چې د غزې محاصره پای ته نوي رسیدلي.

مربوطه مطالب

Back to top button