کابل ټکی کام (سهشنبه، ۷ زمری، ۱۴۰۴ل):
د امریکا په نیویارک او نیواډا ایالتونو کې د دوشنبې په ورځ درې جلا جلا وسلهوال بریدونه شوي، چې له امله یې ۱۰ تنه وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي. د وژل شویو په ډله کې یو د پولیسو افسر هم شامل دی.
ځايي رسنۍ وايي، تر ټولو خونړی برید د نیویارک مینهاټن په یوه لوړ پوړیزه دفتري ودانۍ شوی، چې پکې د پولیس افسر په ګډون پنځه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي. بریدګر لومړی د پولیسو لخوا ټپي شوی و، خو وروسته یې ځان په ډزو وژلی دی.
دویم برید د نیواډا ایالت رېنو ښار کې د موټرو تمځای ته نږدې شوی، چې پکې درې تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
درېیم برید بیا د نیویارک برانکس سیمه کې ترسره شوی، چې پکې دوه ځوانان وژل شوي دي. تر اوسه د دغه بریدګر د نیولو راپور نه دی ورکړل شوی.
راپورونه وایي، چې دغه ډول بریدونه په امریکا کې په بې ساري ډول ډېر شوي او د خلکو ترمنځ يې پراخه وېره خپره کړې ده.


















