خان یونس او شجاعیه کې د مقاومت ځواکونو او صهیونیستي پوځ ترمنځ سختې نښتې روانې دي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۷ زمری، ۱۴۰۴ل)

فلسطیني سرچینې وایي، چې د غزې په خان یونس او شجاعیه سیمو کې د مقاومت ځواکونو او صهیونیستي یرغلګرو پر وړاندې سختې نښتې روانې دي.

راپورونه وایي، چې د دواړو لورو ترمنځ درنې وسلې استعمالېږي او د اسرائیلي پوځ پر ځینو پوځي موټرو او مرکزونو د مقاومت ځواکونو لخوا د بریدونو راپور ورکړل شوی دی.

عیني شاهدان وايي چې د جګړې په سیمه کې د څو پرله‌پسې چاودنو غږونه اورېدل شوي او د اسرائیلي ځواکونو مړي او ټپیان د جګړې له ډګر څخه د چورلکو په وسیله انتقالېږي.

د ویلو ده، چې صهیونیستي پوځ تر دې دمه په رسمي توګه د نښتو او خپلو تلفاتو په اړه معلومات نه دي خپاره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button