کابل ټکی کام (سهشنبه، ۷ زمری، ۱۴۰۴ل):
د کورنیو چارو وزارت د سرحدي پولیسو چارواکي وایي، چې د دوی منسوبینو د تورخم په بندري دروازه کې د زرګونو نشهیي ګولیو د قاچاق هڅه شنډه کړې ده.
د معلوماتو له مخې، قاچاقبرانو هڅه کوله چې ۶۰۰ بستې “پریګابلین” نشهیي ګولۍ، چې شمېر یې نږدې ۶۰۰۰ ته رسېږي، له پاکستانه افغانستان ته راوړل شي.
دغه ګولۍ د سرحدي پولیسو د دقیقې تلاشي او چټک اقدام پر مهال کشف او ضبط شوې دي.
چارواکي دا اقدام د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په لړ کې مهم پرمختګ بولي او وایي، چې قاچاقبران نیول شوي او قانوني چلند به ورسره وشي.

















