کابل ټکی کام (سهشنبه، ۷ زمری، ۱۴۰۴ل):
د امارتي شرکتونو لوی ریاست سرپرست مولوي احمد جان بلال وايي، دا مهال د دوی تر چتر لاندې ۴۴ شرکتونه فعالیت لري، چې د کرنې، سوداګرۍ او اقتصادي خدمتونو په برخو کې کار کوي.
نوموړي د تېر یو کال د لاسته راوړنو د تشریح په پروګرام کې وویل، چې د ۲۵.۲ میلیارده افغانیو په ارزښت هوکړهلیکونه لاسلیک شوي، او د سلامي امارت د زعيم د ځانګړي فرمان له مخې له یو میلیون جریبه زیاته دولتي ځمکه د امارتي شرکتونو اقتصادي فعالیتونو ته ځانګړې شوې ده.
نوموړي وويل، یوازې په تېر یوه کال کې د ۱۰۰۰ ټنه زیتون تولید شوی او د ۲۵۱۳ جریبه ځمکې په مساحت د مالټو نوي باغونه جوړ شوي دي.
دوی زیاتوي، چې یاد شرکتونه به د کرنیزو او سوداګریزو پروژو له لارې د ملي عوایدو په لوړولو کې مهم رول ولوبوي.
د مسوولينو په وينا، د قوشتيپې کانال د لومړي فاز چارې ۹۸ سلنه بشپړې شوي او د سټرکچرونو کارونه هم پرمخ روان دي. همداراز، د ملي پراختیا شرکت لهخوا “د انرژۍ مرکز” تر نامه لاندې صنعتي کمپلکس فعال شوی، چې پکې کرنیز ماشینونه، ښاري بسونه، د اوبو بندونو دروازې او نور تولیدات تر لاسه شوي او د تورغونډۍ له لارې له ترکمنستانه هرات ته د ۲۰۰ مېګاواټه برېښنا د را لېږد پروژه هم بشپړه شوې ده.

















