کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۸ زمری، ۱۴۰۴ل)
د یمن وسلهوالو ځواکونو ویلي، چې د فلسطیني ولس د ملاتړ او په غزه کې د روانې ټول وژنې په غبرګون کې یې د اشغالي فلسطین د یافا سیمه کې د لود “بن ګورین” هوايي ډګر پر لور فلسطین ۲ هایپرسونیک توغندي توغولی دی.
د یمني پوځ ویاند “جنرال یحیی سریع” تېره شپه ناوخته پلازمینه صنعا کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال وویل چې، دغه عملیات په بریالیتوب سره ترسره شوي، چې له امله یې د صهیونیستي رژیم لسګونه زره وګړي پټنځایونو ته تښتېدلي او د هوايي ډګر فعالیت درېدلی دی.
نوموړي ټینګار کړی، چې د یمن ولس، مشرتابه او پوځ به د فلسطیني ملت د ملاتړ لپاره خپلې عملیات ساتي، تر څو چې پر غزه محاصره پای ته ونه رسېږي او صهیونیستي یرغل پای ته ورسېږي.
د یمني وسلهوالو ځواکونو په پای کې ویلي: “موږ په پوره باور د الله پر نصرت تکیه لرو، او زموږ بریدونه به تر هغه دوام لري، څو چې د فلسطین مظلوم ولس د ظلم له پنجو څخه خلاص شوی نه وي.

















