کابل ټکی کام (سهشنبه، ۷ زمری، ۱۴۰۴ل):
د اسلامي امارت زعیم نن له غرمې مخکې په کندهار کې د هرات ولایت د علماوو شورا، د شنډنډ ولسوالۍ د علماوو استازو، او د یو شمېر ادارو مسؤلینو سره وکتل.
د اسلامي امارت زعیم غونډې ته په وینا کې د علماوو ستاینه کړې او ویلي دي چې د انبیاء علیهمالسلام وروسته د انسانانو د اصلاح ذمه واري د علماوو پر غاړه ده، ځکه چې هغوی د انبیاؤو وارثان دي.
ښاغلي شيخ الحديث هيبت اللّٰه اخندزاده، علماء د شریعت د حاکمیت او اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره مهم ګڼلي او څرګنده کړې ده چې په دې اخري زمانه کې د دین د ساتنې لپاره د علماوو همغږي، همکاري او یووالی اړین دی.
نوموړي ټینګار کړی چې دیني طبقه باید د حکومت له لارې اسلام عملي کړي، ځکه چې د شریعت نه تطبیق د اختلافاتو لامل ګرځي.
د اسلامي امارت زعیم دا هم وویل چې په تېرو شلو کلونو کې د دیني ارزښتونو پر وړاندې پراخ تبلیغات، بریدونه، او فحاشۍ ته زمینه برابرول روان وو، او لا هم هڅې کېږي چې د اسلامي نظام کمزورۍ ته زمینه برابره شي.
نوموړي علماء دې ته وهڅول چې له فرصت څخه استفاده وکړي، د فتنو مخه ونیسي، د شریعت تطبیق ته کار وکړي او د خلکو ترمنځ اختلافات له منځه یوسي.

















