حماس: د مقاومت بریدونه بریالي دي؛ اشغالګرو ته هره ورځ درنه مرګ‌ژوبله اوړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۸ زمری، ۱۴۰۴ل)

د حماس اسلامي مقاومت غورځنګ ویلي، چې د دوی جګړه‌ییز مقاومت په ټولو محاذونو کې بریالی روان دی او صهیونیستي اشغالګرو ته هره ورځ درنه مرګ‌ژوبله اوړي.

حماس په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی، چې د مقاومت ځواکونو په بېلابېلو سیمو کې د صهیونیستي پوځ پر کاروانونو، اډو او پوځي تجهیزاتو مسلسل بریدونه کړي، چې له امله یې لسګونه پوځیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د مقاومت عملیات به تر هغه دوام ولري، څو چې د غزې محاصره پای ته ونه رسېږي او د صهیونیستانو جرړې له فلسطین څخه نه وي ایستل شوې.

مربوطه مطالب

Back to top button