کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۸ زمری، ۱۴۰۴ل)
د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د یکشنبې په ورځ زرګونو اسلامپالو د امت د وحدت، د خلافت د تاسیس او د غزې د مظلومو مسلمانانو د مرستې لپاره پراخ لاریون ترسره کړ. لاریونوال د “عدالت او پراختیا” ګوند د مرکزي دفتر مخې ته راټول شول او له هغه ځایه یې د ولسمشرۍ ماڼۍ پر لور حرکت وکړ.
لاریونوالو د صهیونيستي رژیم د جنایاتو پر وړاندې د ترکي حکومت چوپتیا وغندله او له چارواکو یې د عملي اقدام غوښتنه وکړه. د امنیتي ځواکونو له سخت چلند سره سره، ګډونوالو خپل احتجاج ته دوام ورکړ او پر دې ټینګار یې وکړ چې د غزې د ژغورنې او د امت د وحدت یوازینۍ حللاره د نبوي منهج پر بنسټ د خلافت تاسیس دی.
دغه لاریون، چې د ترکیې د بېلابېلو ټولنیزو قشرونو له لوري پیاوړی ملاتړ ترلاسه کړ، د اسلامي نړۍ په ګڼو برخو کې د فعالانو او دیني جریانونو پراخ انعکاس درلود. ګډونوالو د اسلامي خاورو خاین حکام د مسلمانانو د ستونزو اصلي لامل وبلل.

















