انصارالله: اسماعیل هنیه د مقاومت محور یو داسې غړی و چې تاریخ به یې کارنامې یاد ساتي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۱ زمری، ۱۴۰۴ل)
د یمن انصارالله اسلامي غورځنګ د حماس د سیاسي دفتر د پخواني مشر “دکتوراسماعیل هنیه” د شهادت په لومړۍ کلیزه کې د هغه مبارزې او قربانۍ ته د درناوي په موخه اعلامیه خپره کړې ده
. د انصارالله ویاند ویلي، چې هنیه یوازې د فلسطین لپاره نه، بلکې د ټول مقاومت محور لپاره یو مهم الګو و، چې د خپل ژوند تر وروستي سلګۍ یې د ازادۍ، او حق غوښتنې لپاره هلې ځلې وکړې.په اعلامیه کې راغلي چې اسماعیل هنیه د صهیونیستي دښمن پر وړاندې د اسلامي امت د یووالي او ګډ مقاومت سمبول و او هغه د داسې اتلولیو څښتن و چې تاریخ به یې تل یاد ساتي. انصارالله ټینګار کړی، چې د هنیه وینه به د مقاومت د لا پیاوړتیا لامل شي او د فلسطین د خلکو قربانۍ به نه ضایع کېږي.
دغه څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د فلسطین دننه او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د هنیه د شهادت په لومړۍ کلیزه د هغه د ژوند او مبارزې په ویاړ ځانګړې غونډې ترسره کېږي.
د ویلو ده، چې د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر پخوانی مشر اسماعیل هنیه یو کال وړاندې د ایران پلازمېنه تهران کې د صهیونیستي ترهګر ریژیم په هوایي برید کې په شهادت ورسېد.



