نن د اوبو او انرژۍ وزارت او “عزیزی انرژي انویسټ” ترمنځ د ۱۰ میلیارده ډالرو تړون لاسلیکېږي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۱ زمری، ۱۴۰۴ل)

د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخې، د برېښنا د تولیدوونکو پروژو لپاره د لس زره مېګاواټه برېښنا د جوړېدو تړون، چې ارزښت یې ۱۰ میلیارده ډالر ښودل شوی، د اوبو او انرژۍ وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ به نن د شنبې په ورځ په کابل کې لاسلیک شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیع الله عابد ویلي، دا هوکړه به له “عزیزی انرژي انویسټ” شرکت سره لاسلیک شي، خو د پروژې د بشپړو جزییاتو په اړه یې څه نه دي ویلي.

کارپوهان وايي، افغانستان د خپلو کورنیو سرچینو له لارې شاوخوا ۳۲۰ زره مېګاواټه برېښنا تولید ظرفیت لري.

اسلامي امارت هڅه کوي، چې هېواد په دې برخه کې صادرونکی وګرځوي او برېښنا د صنعتي پراختیا لپاره یوه مهمه تکیه‌ګاه بولي.

مربوطه مطالب

Back to top button