پر اسرائیلو د یمن بریدونه؛ ایټالیا او هند تل أبیب ته الوتنې ځنډولي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۱ زمری، ۱۴۰۴ل)

د منځني ختیځ په کړکېچ کې د لا زیاتېدونکي ناامنۍ له امله د الوتنو ځنډېدو لړۍ دوام لري. ایټالوي هوايي شرکت ITA نن اعلان وکړ، چې د “تل ابیب” پر لور او له هغه ځایه ټولې پلان شوې الوتنې به تر ۳۰ سپټمبر پورې ځنډېدلي دي. د شرکت په وینا، دغه پرېکړه د پر تل أبیب د یمني ځواکونو د پرلپسې بریدونو له امله شوې ده، څو د مسافرو خوندیتوب یقیني شي. د شرکت په وینا د اکتوبر په لومړۍ نېټه پلان شوې دوه مهمې الوتنې یې ځنډولي دي.

بلخوا، د صهیونیستي ورځپاڼې یدیعوت احرونوت د راپور له مخې، هندي هوايي شرکتونو هم په ورته اقدام کې خپلې الوتنې د “اسرائیلو” پر لور تر ۲۵ اکتوبر پورې لغوه کړې دي.

د تېرې څو میاشتو په ترڅ کې ګڼو نړیوالو هوايي شرکتونو د یمني ځواکونو د بریدونو له امله خپلې الوتنې یا ځنډولې او یا یې بشپړ لغوه کړې دي، چې له امله یې د اسرائیلو هوایي ترافیک په بې ساري ډول اغېزمن شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button