پاکستان حکومت خبرداری؛ ټول افغان مهاجرين، که د POR، ACC کارتونه لري يا بې‌اسناده وي، بايد ژر تر ژره خپل هېواد ته ستانه شي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۱ زمری، ۱۴۰۴ل)

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۳۱مه د (1)SRO 2025 له مخې اعلان کړی، چې د POR کارت لرونکو افغان مهاجرينو د قانوني پاتې کېدو موده پای ته رسېدلې او له دې وروسته هغوی غيرقانوني ګڼل کېږي.
د یاد وزارت په وینا، د POR اسنادو اعتبار د جون په ۳۰مه پای ته رسېدلی، او اړ دي چې دغه مهاجرين بېرته افغانستان ته ستانه شي.
د خیبر پښتونخوا د داخله او قبایلي چارو ریاست هم وايي، چې د دې پرېکړې د عملي کولو لپاره په پېښور او لنډي کوتل کې د ترانزیت مرکزونه جوړ شوي، چې د لنډمهالې مېلمستیا اسانتياوې پکې برابرې شوې دي.
د یاد ریاست په خبره، له ټولو افغان مهاجرینو غوښتنه کېږي چې د بېرته ستنولو په دې پروسه کې همکاري وکړي.
د پاکستان د سيفران وزارت هم په یوې تازه اعلامیه کې ټینګار کړی، چې د ACC کارت لرونکي افغانان او هغه کسان چې هېڅ قانوني اسناد نه لري، له مخکې لا غيرقانوني اعلان شوي وو.
وزارت وايي، له دې وروسته ټول افغان مهاجرين — که د POR کارت لري، که د ACC، او که بې‌اسناده وي — بايد ژر تر ژره خپل هېواد ته ستانه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button