یمني ځواکونو اشغالي فلسطین کې د صهیونیستي ريژیم پوځي اهداف په نښه کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۱ زمری، ۱۴۰۴ل)

د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند اعلان کړی، چي په تازه عملیاتو کې یې د اشغالي فلسطین په یافا ښار کې د صهیونیستي رژیم مهم پوځي اهداف په بریالیتوب سره په نښه کړي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې بریدونه د پرمختللو بالستیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په وسیله ترسره شوي او ټاکل شوي هدفونه په دقیقه توګه لګېدلي دي. د یمني ځواکونو په خبره، دغه عملیات د غزې د خلکو د ملاتړ او د صهیونیستي رژیم د دوامدارو جنایتونو په ځواب کې ترسره شوي دي.

اعلامیه زیاتوي چې د یمن وسله‌وال ځواکونه به تر هغه وخته پورې خپل پوځي عملیات جاري ساتي څو د فلسطین د خلکو پر وړاندې د صهیونیستي رژیم یرغلونه او وحشیانه بریدونه پای ته ونه رسېږي.

په ورته وخت کې د صهیونیستي رژیم ځايي سرچینو د یمن د بریدونو او ځینو پوځي مرکزونو د هدف ګرځېدو پخلی کړی، خو د تلفاتو او زیانونو په اړه یې څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

Back to top button