د لبنان عدلیې وزیر: حزبالله د وسلو له سپارلو انکار کړی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۳ زمری، ۱۴۰۴ل)
د لبنان عدلیې وزیر په تازه څرګندونو کې ویلي چې حزبالله اسلامي غورځنګ د خپلو وسلو له سپارلو انکار کړې او ټینګار کوي، چې تر هغو یې نه تسلیموي څو د هېواد د امنیتي او دفاعي اړتیاوو ضمانت نه وي شوی.
د عدلیې وزیر زیاتوي، په هېواد کې د وسلهوالو ډلو د بې وسلې کولو لپاره هڅې روانې دي؛.خو حزبالله وایي چې د بهرنیو ګواښونو په ځانګړي ډول د اسراییلي یرغل پر وړاندې د مقاومت لپاره دا وسلې اړینې دي.
دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د لبنان په سیاسي ډګر کې د وسلهوالو ډلو د غیرنظامي کولو موضوع یو ځل بیا بحثونو توده موضوع ګرځېدلې ده.
د ویلو ده، چې حزب الله اسلامي مقاومتي غورځنګ د لبنان دننه او نوره عربي نړۍ کې پراخ نظامي-سیاسي نفوذ لري او په درنو وسلو سمبال زرګونه ځواکونه یې دا مهال د جنوبي لبنان ګڼو سیمو او دغه راز ان د سوریې تر پولې فعالیتونه کوي یاده وخت ناوخت اسرائیلو سره جګړې کوي او د تېر ۲۰۲۳م کال راهیسې اسرائیلو سره په خونړیو نښتو بوخت دي.



