په یمن کې د کډوالو بېړۍ ډوبه شوې؛ ۱۴۲ تنه مړه یا لادرکه دي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۳ زمری، ۱۴۰۴ل)

د راپورونو له مخې، د یمن په سوېلي ساحل کې د اېټوپیايي کډوالو یوه بېړۍ ډوبه شوې ده، چې له امله یې ۱۴۲ تنه مړه شوي یا لادرکه دي.
د کډوالۍ لپاره د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان (IOM) د یمن مشر د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، یاده بېړۍ ۱۵۴ تنه سورلۍ لرلې، چې یوازې ۱۲ تنه ترې ژوندي ژغورل شوي دي.
د نوموړي په وینا، د پېښې له ځایه د ۶۸ کسانو مړي موندل شوي، او ۷۴ نور لا هم لادرکه دي، چې ښايي خپل ژوند یې له لاسه ورکړی وي.
نړیوال سازمان وایي، سره له دې چې یمن له اوږدې جګړې، فقر او سیاسي بې‌ثباتۍ سره مخ دی، بیا هم د افریقا له هېوادونو په ځانګړي ډول اېټوپیا او صومالیا څخه ورته د ناقانونه کډوالو بهیر دوام لري.
یاد سازمان خبرداری ورکړی، چې دا ډول پېښې د کډوالو د ژوند جدي ګواښ دی او باید د حل لپاره یې جدي اقدامات وشي.

مربوطه مطالب

Back to top button