ایران له اسرائیلو سره تر وروستۍ جګړې وروسته د ملي دفاع شورا تأسیس کړه

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۳ زمری، ۱۴۰۴ل)
د الشرق الاوسط د راپور له مخې، ایران پرون یکشنبه په اعلان وکړ چې د خپلو پوځي وړتیاوو د لا پیاوړتیا او همغږۍ په موخه یې د ملي دفاع شورا جوړه کړې ده. دغه شورا به د ایران د ولسمشر په مشرۍ فعالیت کوي او د پوځي ځواکونو تر منځ د همغږي او ګډو دفاعي پلانونو د جوړولو لپاره بع کار کوي.
د ایران د حکومت سرچینو ویلي، د شورا جوړېدو هدف دا دی، چې هېواد د هر ډول راتلونکې احتمالي جګړې پر وړاندې له مخکې چمتو کړي، د دفاعي ستراتیژۍ کچه لوړه کړي او د پوځي ځواک د تکنالوژۍ په برخه کې نوښتونه رامنځته کړي.
یاد ګام وروسته له هغې اخیستل شوی چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ وروستۍ جګړه د دواړو لوریو پر پوځي او هستوي تأسیساتو په سختو بریدونو او سلګونو کسانو ته د مرګژوبلې اوړېدو لامل شوه. د جګړې پر مهال ایران او اسرائیلو یو بل ته پر پوځي مرکزونو، هستوي پروژو او مهمو تاسیساتو درانه توغندیز او هوایي بریدونه ترسره کړل.
د چارو کارپوهان وايي چې د ملي دفاع شورا جوړول ښيي ،چې ایران غواړي د راتلونکي هر ډول احتمالي جګړې لپاره یو واحده او مرکزي قومانده ولري او د پوځي عملیاتو مدیریت لا پیاوړی کړي.



