حماس: امنیت شورا دې د غزې پر ضد د اسرائیلي نسل‌ وژنې د پای ته رسېدو پرېکنده پرېکړه وکړي

کابل ټکی کام (غزه، ۱۴۰۴ زمری ۱۴)

 د فلسطین د اسلامي مقاومت ډلې “حماس” یوه مشر أسامه حمدان د دوشنبې په ماښام له امنیت شورا وغوښتل چې په غزه کې د اسرائیلي یرغل د پای ته رسېدو لپاره جدي او غوڅه پرېکړه وکړي. نوموړي وویل، اشغالګر د امریکا په ملاتړ او د نړیوالو د چوپتیا تر سیوري لاندې، پر غزه د نسل‌ وژنې او لوږې جګړه روانه ساتي.

حمدان وویل چې د امریکا او اسرائیلو هڅه دا ده چې د امنیت شورا غونډې اصلي بحث له غزې څخه بدل کړي او موضوع د صهیونیستي اسیرانو پر مسئله واړوي. نوموړي څرګنده کړه چې د لوږې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۸۰ ته رسېدلی، چې ۹۳ ماشومان هم پکې شامل دي.

د الجزیرې شبکې په حواله، حمدان زیاته کړې: “تر اوسه د صهیونیستي بریدونو له امله ۱۴۸۷ مرستندویان شهیدان شوي او له ۱۰ زرو زیات نور ټپیان دي، او ۹۶ سلنه کورنۍ له غذایي ناامنۍ سره مخ دي”.

نوموړي وویل چې غزه له شدیدې لوږې، د ماشومانو لپاره د شیدو له کمښت او له طبي وسایلو څخه له سختې نشتوالي سره مخ ده، په داسې حال کې چې ۲۲ زره مرستندویه لارۍ د سرحدونو پر سر بندې ولاړې دي. حمدان د اسرائیلو دا کړنه د لوږې د سیستماتیک سیاست برخه وبلله او ویې ویل چې دا یو “نسل‌ وژونکی کمپاین” دی، چې باید ژر تر ژره بند شي.

حمدان زیاته کړه چې اشغالګرو غزه د نازي رژیم په ډول یوه جبري کمپ ته اړولې او هلته داسې نسل‌ وژنه روانه ده چې له هولوکاست هم خطرناکه ده. نوموړي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې دا جنایتونه بند کړي او عاملین یې محاکمه کړي.

هغه وویل چې د فلسطیني بندیانو وضعیت هم د اندېښنې وړ دی او اوس مهال د اسیرانو شمېر ۱۰۸۰۰ ته رسېدلی. حمدان زیاته کړه چې د اسیرانو په وړاندې د اسرائیلو چلند یو “جهنمي تحقیر” دی او تر اوسه ۷۶ فلسطیني بنديان د شکنجې او طبي پاملرنې د نشتوالي له امله شهیدان شوي دي.

نوموړي د بشري حقونو ادارې له نظارت څخه محرومې ګڼلې او ویې ویل چې د امریکا او نورو هېوادونو چوپتیا د دوګوني معیار نښه ده.

د حماس دغه مشر زیاته کړه چې د نتانیاهو کابینه د مقاومت له خوا د اسیرانو د ساتنې پر وړاندې له مسوولیته تېښته کوي، حال دا چې مقاومت د اسرائیلي اسیرانو سره د بشري اصولو پر اساس چلند کوي. حمدان ټینګار وکړ چې اسیران هغه څه خوري او څښي، چې محاصره شوي فلسطینیان یې خوري او څښي.

نوموړي وویل: “موږ چمتو یو چې د اسیرانو لپاره د خوړو په بدل کې خپلو خلکو ته د مرستو رسونې هره طرحه په مثبته توګه و ارزوو”.

په پای کې حمدان له امنیت شورا وغوښتل چې پر اشغالګرو فشار راوړي تر څو دا فاجعه پای ته ورسوي او د غزې پر ضد روانه جګړه ودروي. نوموړي ټینګار وکړ چې شورا باید ژر تر ژره د اشغالګرو پر ضد د نسل‌ وژنې د بندولو لپاره پرېکنده پرېکړه وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button