په پروان کې امنیتي ځواکونو د وسلو یو ستر زیرمتون کشف کړ

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۴ زمری، ۱۴۰۴ل)

د پروان ولایت امنیتي ځواکونو د سرخ پارسا ولسوالۍ د لولنج په سیمه کې د وسلو او مهماتو یو لوی زیرمتون کشف او ضبط کړی دی.

د پروان د امنیې قوماندانۍ ویاند فضل‌الرحیم مسکین‌یار وایي، له یاد ځایه شاوخوا ۱۵ میله بېلابېل ډوله وسلې، پنځه صندوقه د پیکا مرمۍ، ۱۶ حلقې لاسي بمونه، ۴۴ عدد شاجورونه، ۳۵ د نارنجک مرمۍ، ۵۰ عدد د ماین پټاقۍ او نور نظامي تجهیزات ترلاسه شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په تړاو یې یو تن مشکوک کس هم نیول شوی دی او تر څېړنو لاندې دی.

امنیتي چارواکي وایي، دوی به د ورته قضیو د مخنیوي لپاره خپلې هڅې لا پسې پراخې کړي او د وسلو ناقانونه زیرمو د له منځه وړلو لپاره به جدي اقدامات کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button