له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې او هیلوټرست مؤسسې ترمنځ د ۲.۰۷ میلیونه ډالرو په ارزښت دوه تفاهم‌نامې لاسلیک شوې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۴ زمری، ۱۴۰۴ل)

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست ملا نورالدین ترابي د هیلوټرست نړیوالې مؤسسې له مرستیال احمدالله همایون سره د یادې مؤسسې د همکاریو په تړاو ولیدل او په دغه لیدنه کې د ۲,۰۷۶,۲۴۵ امریکایي ډالرو په ارزښت دوه تفاهم‌نامې لاسلیک شوې.

له دې جملې څخه، د ۲,۰۳۱,۲۴۵ ډالرو لومړۍ تفاهم‌نامه د بامیان، لوګر، غزني، غور او هلمند ولایتونو کې د ماین پاکۍ د پراخ پلان لپاره ده، چې له مخې به يې ۷،۷۷۰ کسان مستقیم او ۱۹،۲۰۸ نور غیر مستقیم مستفید شي.

دوهمه تفاهم‌نامه د ۴۵،۰۰۰ ډالرو په ارزښت د لوګر ولایت د پل علم ولسوالۍ لپاره ده، چې له مخې به يې په یاده ولسوالۍ کې د ماینونو پاکولو کارونه ترسره شي.

د دې پروژې له تطبیق سره به ۱۰۵ کسان مستقیم او ۴۵۰ نور غیر مستقیم ګټه تر لاسه کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button