د عمان لوی مفتي فلسطیني مقاومت ته: وسلې مه تسلیموئ بریا ستاسو ده

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۵ زمری، ۱۴۰۴ل)

د عمان لوی مفتي په خپلو تازه څرګندونو کې د حماس او فلسطیني مقاومت له وسله‌والو ډلو غوښتي چې هېڅکله خپلې وسلې تسلیم نه کړي.

المیادین تلویزیوني شبکې د هغه هغه له قوله لیکلي: “که وسلې مو تسلیم کړې، هیڅ به درپاتې نشي، د حیرانتیا ځای دی چې د اسلامي نړۍ ځینې غږونه د اشغال غندلو پر ځای خپلو ورونو ته د تسلیمۍ خبرې کوي.”

هغه زیاته کړه چې د فلسطیني مجاهدینو روان مقاومت تاریخي دی او د امت د ویاړ نښه ده، نو هېڅکله باید د دښمن د فشارونو او غوښتنو پر وړاندې وسلې کېنږدي.

مربوطه مطالب

Back to top button