غزه کې د مقاومت ځواکونو بریدونه، ګڼو صهیونیستي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۵ زمری، ۱۴۰۴ل)

د فلسطیني مقاومت ځواکونو تېره ورځ شپه د غزې په شمالي او مرکزي سیمو کې د اشغالګرو پر پوځي اډو ځپونکي بریدونه ترسره کړي دي.

د مقاومت اړوندې سرچینې وايي، د خان یونس شمال ختیځ او د بیت‌حانون په شاوخوا سیمو کې د درنو هاوانونو او بمونو په وسیله څو پوځي مرکزونه په نښه شوي چې له امله یې ګڼ شمېر صهیونیستي پوځیان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

سرچینې زیاتوي چې په دغه نښتو کې لږ تر لږه درې صهیونیستي زغره‌وال موټر او یو بیلدوزر موټر له منځه وړل شوي دي.

د القسام او سراية القدس ویاندویانو په خپلو جلا جلا څرګندونو کې ویلي چې دغه بریدونه د غزې د بې‌ګناه خلکو پر وړاندې د اشغالګرو د پرله‌پسې بمباردونو او وحشیانه جنایاتو په ځواب کې ترسره شوي دي او تر هغه به دوام لري څو د فلسطین خاوره د صهیونیستي ځواکونو له شتون څخه په ببشپړه توګه نه وي آزاده شوې.

مربوطه مطالب

Back to top button