ابوعبیده: موقت اوربند نه، بلکې حل لاره د صهیونیستي ښکېلاک بشپړ ختمېدل دي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۵ زمری، ۱۴۰۴ل)

المیادین تلویزیوني شبکې د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” د ویاند ابوعبیده له قوله ویلي، چې د موقتي اوربند خبرې یوازې د صهیونیستي اشغال د دوام یوه هڅه ده، نه د اصلي ستونزې حل لاره.

نوموړي ویلي، د فلسطین ولس له تېرو ۷۵ کلونو راهیسې د صهیونیستي رژیم تر یرغل لاندې دی، لکونه کسان شهیدان شوي، میلیونه نور کډوال شوي او د دوی کورونه، شتمنۍ او مقدسات تر اشغال لاندې دي. ابوعبیده د دې ټولو ناخوالو ختمېدل یوازې د اشغال بشپړ پای ته رسېدل بللي دي.

ابوعبیده زیاته کړې: چې مقاومت د فلسطیني ملت د حقونو لپاره مبارزه کوي، نه د موقتي اوربندونو د ترلاسه کولو لپاره، او هېڅ ډول فشارونه یا نړیوال سازشونه به یې له خپلې مبارزې پر شا نه کړي.

هغه ټینګار وکړ چې د مقاومت ډلې به د خپل ټول ځواک په کارولو سره د اشغالګرو پر وړاندې جګړې ته دوام ورکوي تر څو د آزاد او خپلواک فلسطین هدف ترلاسه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button