په کابل کې د وارداتي توکو د پروسس او بستهبندۍ لپاره د ۸۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت سوداګریز ښارګوټی پرانیستل شو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۵ زمری، ۱۴۰۴ل)
د کابل ښار د ۲۱مې ناحیې په لتهبند سیمه کې د یو نوي سوداګریز ښارګوټي د جوړولو چارې پیل شوې.
دغه ښارګوټی چې د شاوخوا ۸۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴۰۰ جریبه ځمکې پر ساحه جوړېږي.
د ښارګوټي مسوول عبدالبصیر مشعل وايي، دا پروژه به د راستنېدونکو سوداګرو او صنعتکارانو لپاره د کار زمینه برابره کړي.
د ښاغلي مشعل په وینا، تر دې دمه شاوخوا ۶۰۰ تنه سوداګر چې له ګاونډیو هېوادونو راستانه شوي، په دغه ښارګوټي کې د پانګونې لپاره نوملیکنه کړې ده.
د ده په خبره، له اروپايي او نورو هېوادونو واردېدونکي توکي به دلته له وړاندې کېدو مخکې پروسس او بستهبندي کېږي.
د چارو ادارې مشر شیخ نورالحق انور د ياد ښارګوټي د پرانیستې پر مهال وویل، د سوداګرو شتون د هېواد د ثبات، پرمختګ او اقتصادي ودې نښه ده.
هغه زیاته کړه، تمه ده چې پر یاده ځمکه به پانګهوال د ۸۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ګودامونه جوړ کړي.



