پاکستان د افغان کډوالو پر خپله خوښه د بېرته ستنولو بهیر پیلوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۵ زمری، ۱۴۰۴ل)
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له لوري د هغو افغان کډوالو د بېرته ستنولو خبرداری ورکړل شوی چې د “پی او آر” (Proof of Registration) کارتونه لري. د خبرداري له مخې، د افغانانو د رضاکارانه بېرته ستنولو لړۍ به د روان میلادي کال د سپټمبر له لومړۍ نېټې پیلېږي. وزارت وايي، دا پرېکړه د امنیتي اندېښنو او پر ملي سرچینو د زیات بار له امله شوې ده.
د راپورونو له مخې، د کډوالو د بېرته ستنولو پروسه کې به افغان موقت حکومت، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (UNHCR) او نور اړوند ارګانونه همکاري کوي.
وزارت د کشمیر، گلګت بلتستان او سیفران ادارو ته دنده سپارلې چې د “پی او آر” کارت لرونکو معلومات ځانګړو کمېټو ته وسپاري، نادرا به د ستنېدونکو کډوالو راجسټرېشن ختموي، او ایف آی اې به په ټاکل شویو سرحدي سیمو کې اسانتیاوې برابروي.
همداراز، د وطن بېرته ستنولو بهیر د لا ښه تنظیم لپاره به ټرانزیټ ساحې وټاکل شي، د ترانسپورت، مالي ملاتړ، شکایتونو حل، او نورو چارو لپاره به د ضلعي او ولایتي کچو کمېټې جوړې شي.
د د بهرنیو وګړو د امنیت څارنې کميټې له خوا به د دې پروسې ورځنۍ څارنه کېږي، او ټولو ادارو ته ویل شوي چې خپل مسؤلین له کورنیو چارو وزارت سره معرفي کړي.



